دشلمې پيړۍ په دويمه لسيزه کې له پيرنگي ښکيلاک سره د پښتنو او افغاني مجاهدينو د کارنامو په لړ کې د لوى خان ميرزمان خان "کونړي" نوم د څلورمې جبهې په مخ کښانو کې راځي .
پر لوى خان زمونږ کورنيو مؤرخانو او بهرنيو شنونکيو د خپل خپل دريځ له وته (زاويه) ښايسته ډير څه ليکلي چې تر ټولو لومړى بشپړ اثر پرې د عالم، ليکوال او شاعر ارواښاد عبدالخالق "اخلاص" منظوم تاريخ دى، چې "دخپلواکۍ څلورمه جبهه" نومې اثر په ترڅ کې راغلى دى،