په دنيا کښې هر ملت دخپلې خپلواکۍ د لارې مشعل داران او قهرمانان په درنښت سره يادوى او فخر پرې کوى افغان اولس چې د چنګيز او انګريز نه نيولى د روسانو پورې د ازادۍ لپاره په خپلو سرونو لوبې کړى دى په دې پړاوونو کښې داسې جنګيالى، ننګيالى او توريالى شته چې دپښتنی افغانى تاريخ سترګې پرې پورته دى .