يارمحمدخان زمانى په هرات او بيا وروسته په کابل، کراچۍ او پيښور کې د پښتني تجارتي بانک مامور، او استاځې او بيا په مرکز کې د هغه بانک د څيړنو عمومي مدير ؤو . يار محمد خان زمانى د ثور د کرغيړنې کودتاه نه وروسته د گوډاگي حکومت سره د مخالفت په تور لومړې د ببرک کارمل او بيا وروسته د نجيب الله په دوره کې دوه ځل زندان ته واستول شو . ده د زندان نه د خلاصيدو نه وروسته لومړې پيښور او بيا استراليا ته هجرت وکړ.
يارمحمد خان زماني د ١٣٨١ لمريز هجرى کال د حوت دمياشتې په څلورمه نيټه د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله د ٧٥ کالوپه عمر دملبورن د ښار په يوه روغتون کې ددئ فاني نړۍ نه سترگې پټې کړى. دده جنازه وطن ته انتقال او په خپل پلرني ټاتوبې کې خاورو ته وسپارل شوه