عمر بورا زماني
شاعر ته
تــر څو به ځانګود خيالونو په ټال
تر څــــــــو به ستايو د جبين خالونه
تر څو به مست يو دساقي په خمار
تر څو به اخلو د ساقي جـــامونه
د ګل له پاڼوشونډى مه جوړه وه
د ګل له رنګه رخسار مه جوړه وه
چا آننګى هم د آنــــــــارو سره وي
د اننګونه آنار مـــــــــه جوړه وه
کله گيدړ نه هم زمرى جوړ شوى
د هر گيدړه شيرخان مه جوړه وه
قهرمان کله د ميدان نه تختي
له هر بزدل قهــــرمان مه جوړه وه
چـــــــې د ملت په ژبه نه پوهيږي
ترېنه بابا د ملت مـــــــــه جوړوه
دا چې په زور د خــارجيانو راشي
ترينه مارشال د همت مه جوړه وه
ياخوګوډى د بـــــل په لاس کې لوبې
يا خو ځوانى دښايست خوا کې لوبې
يا خــــــــو شاعر د خيال دنيا کې لوبې
يا د حسينو زلـــــــــفو قات کې لوبې
د چا په زور دا ګـــــډا کې راغــلى
په خپل اولس ظلمونه نه وينی دوی
پريږده بـــورا دا د قدرت وږي دي
د خپل وطن حـــــالونه نه وني دوی