دا افغــــانستان وطــــــن زمـــــــونږ د افغانانو دى
دانـــــــــــه د روسانو، امـــــريکې او چينايانو دى
نه پريږدو په دې کې خــارجي يرغلگران مونږه
دا وطــــــــــن زمونږ د افــــــغانانو سربازانو دى
دلته سکندر، تيمور انگريز شکست خوړلې دى
خوري به شــــــکستونه وار راغلې د روسانو دى
هريو شاهنشاه چې د جهان په مونږ يرغل کړې
قبـــــــر دا وطــــن د يرغلگـــرو خونخوارانو دى
دا دمــــــــــلالۍ او د نــــاهيد غـږ په سنگر کې دى
دا وطــــــن سنگــــــــر د آزادۍ د شهــــــــــيدانو دى
بـــې له آزادۍ نه مــــو وطن کې بل څه نشته دى
دا وطــــــــــــن ډيـــــــوه د آزادۍ د پتنگانــــو دى
جنـــــگ د آزادۍ کـــې مـــلي ننـگ د قــربانۍ سره
ســــــــــــور د آزادۍ ډگــــــر په وينــو د ځوانانو دى
١٩٨٢ کال د جون ٢٩ نيټه
هامبورگ